د مریم نواز سپکاوې چې چا کړې دې، د هغوی پاکستانۍ پاسپورټ به کینسل کړې شي

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهبازشريف خاص مرستيال عطا تارڑ وئيلي دي چي په لندن کښي د اطلاعاتو وزيري مريم اورنګزيب سره د بد سلوکي کونکو په ضد به کاروائي کولي شي۔

اسلام اباد کې دخبرو په مهال عطا تارړ وويل چې په برطانيه کې د مريم اورنگزېب سره دشوې پېښې غندنه کوم، ما يوه درخواست تيار کړى دى چې نن به داخله وزارت ته وړاندې کړم.

هغه وويل، چې د کورنيو چارو وزارت د ويزې د ترلاسه کولو لپاره د کرکټر سند صادروي، په داسې پېښو کې د ښکېلو کسانو د کرکټر سندونه به هم لغوه شي.
خبري غونډې ته په وينا کې عطا تارړ وويل چې د مسلم ليګ (ن) د مشرانو پر ضد روان چلند د منلو وړ نه دى، پر ضد به يې پوره اقدام کېږي او د داسې کسانو پاکستاني پاسپورټونه به هم لغوه کېږي.

هغه وویل که موږ خپل کارکونکي وهڅوو، نو تاسو به هم له کوره بره را و نه ووځي.
هغه اوویل که مونږ هم داسې کار وکړو نو معلومه به شي چې دا بې وزله ښځه څنګه محاصره او په نښه کیږي.

ياده دې وي چې مريم اورنګزېب دوه ورځې وړاندې د لندن په يوه کافي شاپ کې د پي ټي ايي د کارکنانو لخوا محاصره شوې وه او هغهې سره ی بدسلوکي او بدې ردې ویلې وې.
نور خبرونه

قبایلي سیمو کښې ناامنۍ او هدفي وژنو ددې ځای ځوانان او خلک د هیواد پریښودو ته اړ کړي دي

د پخواني وزیر خزانه اسحاق ډار پاکستان ته واپسي، د ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ کلداره قوي شوې ده

په نړیوال بازار کښې د دخامو تیلو نرخ کم شوې، پاکستان کښې هم د تیلو نرخ ۱۵ روپۍ فی لیټر ټیټیدو امکان دې

Leave a reply