په نړیوال بازار کښې د دخامو تیلو نرخ کم شوې، پاکستان کښې هم د تیلو نرخ ۱۵ روپۍ فی لیټر ټیټیدو امکان دې

باغی ټي وي رپورټ
په نړيوال مارکيټ کې د خامو تيلو په بيو کې د کميدو وروستو په ملک کې د پټروليم مصنوعاتو په بيو کې د 15 روپو في ليټر کمي امکان دى.
د پټرولیم صنعت د سرچینو له مخې د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ډیزلو په بیه کې د 15 روپۍ فی لیټر کمیدو امکان دی او د پټرولو په بیه کې به 5 روپۍ فی لیټر کم شي.
سرچينې زياته کړې چې د سپټمبر تر ٢٩مې نېټې پورې د وارداتي تېلو د بيو له مخې به د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه ټيټ نرخونه نافذ شي.
د پټرولیم صنعت سرچینو ویلي که د پټرولیم پرمختیایي محصول لوړ نه شي نو د تیلو کمښت یقیني دی.
نور خبرونه
۸۲ سلنه پاکستاني وګړو د سیلاب ځپلو لپاره د بهر هیوادونو د مرستو په اړه ملاتړ کړې د
د عمران خان په ضد لانګ مارچ مقدمه کښې د ګډوډې جوړولو مقدمه، عدالت د عمران خان عبوري ضمانت غځولې دې






