د عمران خان په ضد لانګ مارچ مقدمه کښې د ګډوډې جوړولو مقدمه، عدالت د عمران خان عبوري ضمانت غځولې دې
باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې يوې ځايي محکمې د پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي ايي) د مشر عمران خان په عبوري ضمانت کې د اکتوبر تر ۱۳مې پورې غځېدلی دی.
د عمران خان وکيل بابر اعوان د اسلام اباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کې حاضر شو او عدالت ته يې خواست وکړو چې عمران خان په لاهور کې دی نو عدالت ته حاضر نه شي نو د حاضرۍ د استثنیٰ درخواست دې منظور کړل شي.
عدالت د عمران خان د حاضری نه د استثنیٰ درخواست منظور کړی او عبوری ضمانت یې د اکتوبر تر 13مه پورې غځولی دی.
ياده دي وي چي د عمران خان خلاف د پي ټي آئي لانګ مارچ دوران د ورانکارئ او ګډوډي کولو په تور په کوهسار پوليس سټيشن کښي مقدمه درج کړے شوي ده۔
نور خبرونه
اسلام آباد هایی کورټ پخواني وزیر داخله شیخ رشید ته په غصه شوې دې