په ملک کښې د درملو کمښت مخې ته راغلې، د درملو نرخونه نور هم زیات شوي دي ، خلک د درملو د زیات نرخ له وجهې سر ټکوي

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د هېواد په ډېرو ښارونو کې د درملو رسول او نرخونوعادي حالت ته راټیټ نه شو او خلک د درملو د زیات نرخ له و جهې سر ټکوی او غوښتنه کوي چې د درملو نرخونه دې کنټرول او ټیټ کړې شي.

د لاهور په بازارونو کې د تبې د دوا نه وروستو د سرطان په شمول د ګڼو مرضونو دوايانې کمې شوې دي، په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د تبې، د بدن درد، ډينګي او ملاريا په شمول د ګڼو ناروغيو دوايانې کمې شوې دي.

هټیوال ادعا کوي چې د درملو شرکتونو لخوا توکي نه ورکول کیږي، د تبه، د بدن درد، سر درد په ګډون د ډینګي په برخه کې کارول شوي درمل هم شتون نلري.

د درمل پلورونکو په وینا، د درمل جوړولو شرکتونه د سېلاب ځپلو لپاره زیاتې زېرمې لېږدوي، چې له امله یې په بازار کې د درملو کمښت رامنځته شوی دی.

بل خوا د پېرودونکو په وينا، ډېرى هټيوال د ګټې په خاطر درمل په لوړه بيه پلوري.

په دې لړ کښې د اړوند چارواکو د تنظیم ادارې په یوشمیر د درملو ګودامونو چاپه وهلې چې پکښې په زیاته اندازه درمل چې ذخیره شوي وو ترلاسه شوي.
……………………..

Leave a reply