کویټه کښې د یو ډاګټر درې ځامن په ډزو وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د کوئټې په جوائنټ روډ باندې د نامعلومه کسانو په ګاډي د ډزو له وجې د معروف ډاکټر درې زامن وژل شوي دي.
د پوليس ترمخه د چمن نه د ارتوپيډک ډاکټر ناصر اڅکزئي کورنۍ د واده په دستوره کښې ګډون نه پس په جوائنټ روډ باندي واقع ريلوے هاؤسنګ سوسائيټي ته راروان وه چي ډزي له وجي مړه شوي دي۔
د پيښي وروستو پوليس موقعې ته رسيدلي او مړي ئي د کوئټې سول هسپتال ته رسولي دي، آئي جي پوليس بلوچستان د پيښي نوټس اخستي او ډي آئي جي نه ئي رپورټ غوښتي دي۔






