قبایلي سیمو کښې ناامنۍ او هدفي وژنو ددې ځای ځوانان او خلک د هیواد پریښودو ته اړ کړي دي

په تورخم پوله مجاهد شاه د پولیو کمپاین نور غړیو سره د ذمه وارۍ ترسره کولو په مهال.
نصیب شاه شینواري
د پاکستان په قبایلي سیمو کښې نن سبا د ناامني، ترهګریز او هدفي وژنې یو ځل بیا زیاتې شوي دي او د ترهګریز پیښو له وجهې ددې ځای خلک یو ځل بیا ډیر اندیښمن شوي دي.
په دې لنډو څو ورځو کښې د ضلع خیبر چې پخوانۍ نامه ی خیبر ایجنسي وه د ناامنۍ او ترهګریز پیښو زور اخستې دې، نامعلومه کسانو په دې لنډو څو ورځو کښې ګنړ شمیر سرکاري ،غیر سرکاري او ځایی مشرانو په نښه کړي او وژلي ی دې.
په ۲۰ ستمبر هم د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې نامعلومه وسلی والو یو تن رشید باندې ډزې وکړې ، د ځایی خبریالانو مطابق رشید په دې پیښه کښې ژوند له لاسه ورکړو او یو بل تن سیف الدین سخت ټپي شو.
ضلع خیبر سیمه کښې د پولیو کمپاین غړیو ژوند ته هم سخت خطر راپیښ دې.
د میرداد خیل سیمې او د ضلع خیبر صحت محمکې سرچینو مطابق څه وخت وړاندې د میرداد خیل سیمې اي پي آیی ټیکنیشن او د پولیو کمپاین سپروایزر خطاب ګل د وسلی والو له لوري د پیسو لپاره وتښتول شول، د سرچینو مطابق کله چې دا پولیو کمپاین اهلکار و تښتول شول نو ددې سیمې یو بل ځوان مجاهد شاه ته دا ذمه واري او دنده په لاس راغله او د پولیو سپروایزر په توګه ی دنده پیل کړه.
مجاهد شاه هم ددې میردادخیلو اوسیدونکې دې او څه وخت وړاندې ی ی په پولیو کمپاین کښې د یو کارکوونکي په توګه خپله دنده پیل کړې وه.
د صحت محکمې سرچینو مطابق د لنډیکوتل خوګاخیلو سیمې یو تن اخترخان چې د پولیو کمپاین هم یو کارکوونکې وو د نامعلومه وسلی والو له لوري په خپل کلینک په ډزو اوویشتل شول. د سرچینو مطابق کله چې خطاب ګل د وسلی والو له لوري وتښتول شول او مجاهد شاه د هغوی په ځای دنده پیل کړه نو د سرچینو مطابق مجاهد شاه ته هم د ژوند ګواښونه شوې وو او په آخر کښې ی دا پریکړه کړې وه چې دا سیمه پریږدي او کوم بهر هیواد ته لاړ شی چې ژوند ی بچ شي.

مجاهد شاه چې په تورخم پوله ی د پولیو یو کارکوونکي په توګه دنده ترسره کوله: فایل فوټو
سرچینو مطابق د پولیو کارکوونکي په توګه د کار سره د مینې له امله هغه په پاک افغان پوله د سپروایزر څوکۍ لپاره هم درخواست جمع کړو او په تورخم پوله هم د پولیو ټیم برخه جوړ شو او د افغانستان او پاکستان هیوادونو د اولس خدمت ته ی دوام ورکړو.
د ضلع خیبر پولیو کمپاین ټیم سرچینو مطابق د پولیو کمپاین په مهال مجاهد شاه ته دا بیا بیا معلومه شوه چې د هغه ژوند ته ګواښ دې او هغه پریکړه وکړه چې دا سیمه پریږدي او کوم بهر هیواد ته لاړ شي ځکه هم ددوی میردادخیلو سیمې خطاب ګل چې د پولیو کمپاین برخه وه د وسلی والو له لوري وتښتول شول او د خوګا خیلو سیمې یو بل د پولیو کمپاین کارکوونکې هم د وسلی والو له لوري په ډزو اووژل شو.
رسنیو ته څه څلورمیاشتې پس دا معلومه شوه چې مجاهد شاه ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل د میردادخیلو سیمو پریښې ده او یورپ ته تللې دې، دا هم معلومه شوې ده چې هغه په اټلې کښې دې او غواړي چې هلته پناه واخلی او خپل ژوند په امن او خوشحالۍ کښې تیر کړي ځکه چې په دې سیمه کښې ی ژوند ته ګواښونه راپیښ شوي وو.

مجاهد شاه په تورخم پوله د نورو پولیو کمپاین ملګرو سره خپله دنده پوره کولو کښې بوخت دې.
د لنډیکوتل ځایی خبریال د علي شینواري په دنیا نیوز ورځپانړه کښې د نشر شوي یو خبرمطابق په دې تیرو څو ورځو کښې ضلع خیبر کښې تر ۵ کسانو چې پکښې سرکاري او غیرسرکاي کسان شامل دي، په ترهګریز بریدونو کښې ژوند له لاسه ورکړو.
…………………………………….






