اسلام آباد هایی کورټ د پی ټي آیی شیرین مزاري د بغاوت قانون ختمولو درخواست رد کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د پاکستان د جزا قانون کې د بغاوت د قانون 124A سیکشن منسوخ او باطل اعلانولو درخواست رد کړ.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د پاکستان د جزا قانون د سيکشن 124A د خلاف ورزۍ د ختمولو درخواست رد کړی دی.
د پاکستان تحريک انصاف غړې شيرين مزاري لخوا جمع کړل شوې درخواست کې وئيل شوي چې د بغاوت شق د پاکستان په آئين کې ورکړل شوي بنيادي حقونو سره په ټکر کې ده.
ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ کښي پيشي په موقع شيرين مزاري وئيلي وو چي ما په کال 2020 کښي هم د غدارۍ قانون ملاتړ نه دے کړے
د يوې پوښتنې په ځواب کې شيرين مزاري دا هم وويل چې زه دا نه وايم چې نواز شريف او شهباز شريف غداران دي، خو نواز شريف او شهباز شريف د هېواد په درد نه پوهېږي.
مزاري اوویل چې هیواد ته چې څوک زیان رسوی نو د هغوی په شخصیت او کار خو ګوتې را اوچتیږي.
………..
نور خبرونه
۸۱ سلنه پاکستاني وګړو رای ورکړې چې پاکستان کښې د سیلابونو زیانونه د د اقلیم بدلون له وجهې شوي دي
د نیب ادارې د پيښور بی آرټي بس سروس پروژه کښې شوي د فساد په اړه پلټنې پیل کړي دي






