د پاکستان معیشت ته سیلابونو ۳۰ ملیارده ډالره زیان رسولې دې: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې نړۍ ته پکار ده چې د شخصي خوښې او ناخوښۍ پرته پاکستان سره مرستې وکړي.
په نيويارک کښې رسنیو سره په خبرو کې وزيراعظم شهباز شريف وويل ټوله نړۍ دسيلاونو له امله رامينځته شوې تباهۍ څخه خبر شوې ده، نړۍ بايد مونږ ته امداد ورکړي، مونږ ته بايد مالي ځايونه ورکړل شي ترڅو د لکونو خلکو مرسته وکړو. په کورونو کې اوسېدلای شي.
شهبازشريف وئيلي دي هيواد کې دسيلابونو له امله د1500ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ معيشت ته 30 اربه ډالره زيان رسيدلى دى، په فوري توگه دډونرز کانفرنس رابللى شي.
ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف به نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي، وزيراعظم به په خپله وينا کښې د موسمي بدلون له وجې د سيلابونو د تباهۍ يادونه کوي او د کشمير مسئلې په حل کولو به هم زور ورکوي۔
نور خبرونه






