وزیراعظم شهباز شریف نن خپله ۷۱ کلیزه نمانځي، وزیراعظم به د ملګري ملتونو د ۷۷مې عمومي غونډې ته وینا کوي

0
80

باغی ټي وي رپورټ
نن د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د خپلې ۷۱مې کلیزې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.

وزيراعظم شهباز شريف به نن د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وينا کوي چې پکښې به په پاکستان کښې د وروستيو سيلابونو او د کشمير په صورتحال خبرې اترې کوي۔
د ډیجیټل میډیا لپاره د لومړي وزیر فوکل پرسن ابوبکر عمر لخوا په سوشل میډیا د شهباز شریف عکس سره یو کیپشن پوسټ شوی.

د ابو بکر عمر لخوا په ټويټر جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې څه ښایسته موقع ده چې وزيراعظم شهباز شريف به د خپلې 71مې کليزې په موقع د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ 77مې غونډې ته خپله لومړۍ وينا کوي.
ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف په 23 ستمبر 1951ء کې زېږېدلی وو.

Leave a reply