آیی ایم ایف د شرطونو نرمولو ته چمتووالې ښودلې دې، آیی ایم ایف د راتلونکي قسط زیاتولو ته هم خوښې ښودلې ده
باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل وايي، د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) مشر د شرایطو نرمولو ته چمتووالی ښودلی دی.
رسنیو سره په خبرو کې د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د وزیراعظم او د ائی ایم ایف مشر سره د ملاقات په اړه وویل چې آی ایم ایف د راتلونکې قسط حجم زیاتولو ته رضایت ښودلی دی.
د خزانې وفاقي وزير وويل د روان کال تر پايه به د نړيوال بينک څخه دوه اربه ډالره اخستل کيږي، په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د پنبې او غنمو فصلونه تباه شوي نو حالات بدل شوي دي نو مونږ دواړه وارد کړو.
هغه وويل زما کار د سېلاب ځپلو لپاره پيسې راټولول دي، ما د مرستې لپاره بل ګېټس سره هم خبرې کړي دي، هر سېلاب ځپلو ته نه شي رسېدلی، خو د فساد خبرې دروغ دي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې مفتاح اسماعيل وويل چې عمران خان له لږ ګواښ وروسته بخښنه غواړي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې عمران خان دومره خطرناک دى چې له هرچا څخه بخښنه غواړي، دا کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده.
خبرونه
این آر او ۲ باندې کار روان دې، د اسحاق ډار د آزادولو تیارې هم پیل شوې دې: فواد چوهدري
د قانون وزیر ویلی دي چې په پارلیمان کښې د اسلامي شریعت پرته قانون نه شي جوړیدې