د قانون وزیر ویلی دي چې په پارلیمان کښې د اسلامي شریعت پرته قانون نه شي جوړیدې

0
36

باغی ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارڑ وايي د نرښځيانو په قانون کې نيمګړتياوې په ګوته شوي، پارليمان د شريعت خلاف قانون سازي نه شي کولی.

په اسلام اباد کې د وزيراعظم د سلاکار قمر زمان کائره سره د يوې خبري غونډې په مهال د قانون وفاقي وزير نذير تارڑ وويل په پارليمنټ کې د بل پاس کېدو دوه کاله وروستو په دې اړه ځينې شکايتونه راپورته شوي چې د نرښځيانو حقونه تر پښو لاندې کېږي. او نه ناوړه ګټه اخیستل کیږي، اساسي قانون وایي چې هیڅوک باید د هغه د جنسیت پر بنسټ تبعیض ونه کړي.
د قانون وزیر وویل چې د کال 2018 څخه وړاندې په پاکستان کې د نرښځیانو قانون نه وو، سپریم کورټ په 2013 کې یو تفصیلي پریکړه وکړه چې نرښځیان هم د هیواد اتباع دي.پوښتنه راپورته کړه چې د نرښځی د جنس په اساس باید اړیکې ونیول شي. د ميډيکل رپورټ ترمخه سينيټر مشتاق وړانديز وکړو چې د خواجہ سراو په سرجري دې بنديز ولګول شي، مولانا فضل الرحمان ماته د وراثت په اړه د جنس پرستۍ په قانون، شريعت او عدالت کې د وراثت په اړه تجويزونه راکړل، د نرښځيانو په قانون کې د وراثت په اړه د لارښوونې اړتیا ده.
په دې موقع قمر زمان کائره ووئيل چې سناتور مشتاق د دې قانون د غلط استعمال مخنيوي لپاره بل وړاندې كړو، سېنېټر مشتاق د نرښځيانو د غلط استعمال د مخنيوي لپاره خپل غږ پورته كړو، د سېنېټر مشتاق وړانديز شوې ترميم به د نرښځيانو په قانون كښې نوره هم وده وكړي، هغه اوویل چې د ټولو غلطیو لرې کولو لپاره باید ملاتړ وشي.

نور خبرونه

د ملګري ملتونو عمومي مرستیال د سندهه سیلاب ځپلو دوره ، وزیرخارجه بلاول بوټو په پولیسو غصه څرګنده کړې ده

د ښځينه قاضي سپکاوې، عمران خان په شخصي توګه ښځینه ججې څخه بخښنه غوښتې ده

Leave a reply