د ښځينه قاضي سپکاوې، عمران خان په شخصي توګه ښځینه ججې څخه بخښنه غوښتې ده

0
193

باغی ټي وي رپورټ
عمران خان د ښځینه قاضي د ګواښلو له کبله له محکمې بخښنه وغوښته، چې وروسته د اسلام اباد هايي کورټ پرې تور ونه پورې کړ.

د اورېدنې په مهال عمران خان له ښځینه ججې څخه په شخصي توګه د بخښنې غوښتنه هم کړې او ويلي يې دي چې که عدالت فکر کوي چې ما له کرښې تېري کړې نو زه چمتو يم چې له ښځینه ججې څخه بخښنه وغواړم.

د تحريک انصاف چيئرمېن زياته کړه چې هيڅکله د عدليې د احساساتو د زيانمنولو اراده نه وه، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې داسې اقدام به په راتلونکي کې هيڅکله ونه شي.
په دې موقع د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله وويل مونږ ستاسو بيان ريکارډ کوو، مونږ په تاسو تور نه لګوو، تاسو د خپل بيان په سنجيدګۍ پوه شوي، دا ستاسو د عدالت کار دی، مونږ به ستاسو بيان په جدي توګه وګورو.

اسلام اباد هائي کورټ عمران خان ته د بيان حلفي جمع کولو لپاره د ستمبر تر ۲۹ پورې وخت ورکړی او د مقدمې اورېدنه يې د اکتوبر تر ۳مې نېټې پورې ځنډولې ده.

اسلام آباد هائي کورټ د عمران خان خلاف د توهين عدالت مقدمه کښې ليکلي حکم جاري کړے دے۔

په ليکلي حکم کې ويل شوي چې دوی د عمران خان له بښنې راضي دي، که عمران خان حلف نامو ورکړي، نو په پام کې به ونيول شي، په داسې حال کې چې داسې احساس شوی چې د کارونې پر مهال يې له سورې کرښې تېری کړی دی. عمران خان وویل چې د هغه د بیان تر شا د قانوني کاروايي حواله وه، عمران خان وویل چې د عدالت په وقار او کار کې د مداخلې نیت نه لري.
نور خبرونه

عمران خان به نن د عدالت له لوري ښځینه قاضڼې ته د ګواښ کوولو په تو رکښې تورن شي

شاه محمود قریشي اسلام آباد پولیسو ته په قهر شوې دې

Leave a reply