د ایران د خواف او افغانستان هرات اوسپنې پټلۍ د درېمي برخې د ترمیم چاري پیل شوې.

22 سپتمبر 2022
د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د درېمي ټوټې د ترمیم چاري پیل شوې.
یاده پټلۍ چې د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ روزنک سټېشن څخه پیل تر شمتیغ پورې رسېږي او اوږدوالی یې ۶۲ کیلو متره دی، د درېمي برخې د ترمیم عملي چاري یې نن ورځ د اوسپنې پټلۍ اداري د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت، د ایران هیواد د اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت، د هرات والي او ګڼو نورو چارواکو لخوا د یو لړ مراسیو په ترڅ کې پیل شوې.
د یادو چارو د پیل په موخه جوړي شوې غونډي ته د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د وینا په مهال یاده پروژه یوه اقتصادي پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې چارو ته به یې ځانګړې توجه کوي.
د یادوني ده چې د دې پټلۍ د ترمیم چاري د سندرېلا شرکت سره قرداد شوې چې د ۲ میاشتو په موده کې به یې چاري تکمیل او ورسره سم به له دې لاري له ایران هیواد سره مخامخ انتقالات پیل او هم به زیاتو هیوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
اړوند موضوعات
د اوسپنې پټلۍ تېر یوۀ کال کې ۲.۵ میلیارده افغانۍ عوائد راټول کړي دي
د دې پټلۍ دوه برخې ایران او دوه برخه یې افغانستان کې دي، چې تر اوسه یې دوه برخې تکمیل او پر دریمه یې کار پیل شو.






