شاه محمود قریشي اسلام آباد پولیسو ته په قهر شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف مشر مرستیال شاه محمود قریشي د اسلام اباد پولیسو ته په غوصه شوی دی.
وفاقي پلازمېنې اسلام اباد کښې ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې پوليسو هغه په ايف نائن پارک کښې د کسان اتحاد په احتجاج کښې د ګډون کولو نه منع کړے دے۔
د پي ټي ائي مشر وويل دا سلوک د احتجاج کولو د هغوي د بنيادي حق خلاف دى، دا حکومت به نور څومره آوازونه دباندي؟
بل خوا د اسلام اباد د پولیسو ویاند د شاه محمود قریشي پر څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې شاه محمود قریشي د کسان اتحاد په احتجاج کې برخه نه وه اخیستې.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند ویلي چې شاه محمود قریشي د پولیسو په کار کې د خنډ اچولو هڅه وکړه، پولیسو افسرانو هم د شاه محمود قریشي ګواښونکي څرګندونې په صبر سره واوریدې.
ياده دي وي چي د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله او د کسان اتحاد د نمائندګانو ترمينځه مذاکرات کامياب شوي وو چي له وجي ئي کسان اتحاد خپل احتجاج ختم کړے دې او وزيراعظم سره به د کسان اتحاد غونډه د ستمبر په 28مه نيټه کيږي چي پکښي به د کروندګرو غوښتنې وزیراعظم ته وړاندې شی او په دې ستونزو به غور وکړې شي.
………………………..
نور خبرونه
عمران خان به نن د عدالت له لوري ښځینه قاضڼې ته د ګواښ کوولو په تو رکښې تورن شي





