د عمران خان دروغ ټولو ته راڅرګند شوي دي: وفاقی وزیر، احسن اقبال

0
89

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير احسن اقبال وايي چې ولس د عمران خان د دروغو داستان ليدلی دی، هغه د پاکستان په فوځ بريد کوي،نیوکې کوي، وفاقی وزیر په فوځ نیوکه کړې چې هیڅ کوم ګیدړ د زمریانو مشري نه شي کولې.

احسن اقبال د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده ته په خبرو کې په پي ټي ايي نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې دوی له پاکستان سره تر ټولو بده دښمني کوي، نو د نوازشريف پر پرېکړې به څنګه سوال وکړي؟
هغه زیاته کړه چې عمران خان ته یې څو څو ځله ویلي چې که ټاکنې غواړي نو د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ دې منحل کړي.

هغه وويل کله چې عمران د ائي ايم ايف سره تړون لاسليک کړو نو د هغه حقيقي ازادي کوم باغ ته د سیل لپاره تللې وه؟
نور خبرونه

عمران خان به نن د عدالت له لوري ښځینه قاضڼې ته د ګواښ کوولو په تو رکښې تورن شي

Leave a reply