د سیلاب ځپلو لپاره د ۱۵لکه خیمو اړتیا وه ،نړۍ څخه ۴.۵ لکه خیمې ترلاسه شوي: د سندهه وزیراعلی، قایم علي شاه

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وايي د ټولې نړۍ نه ۴.۵ لاکه خيمې راغلي دي په داسې حال کې چې مونږ ۱۵ لکه خيمو ته اړتيا لرو.
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه د شکارپور په بېنظير ټاؤن کې د خيمې ښار دوره کړې او په دې موقع خبريالانو سره د خبرو په مهال هغه ويلي دي چې په دوه مياشتو کې به اوبه ختمې شي او آبادي به بحال کړل شي.
مراد علي شاه وويل مونږ ته تر دې دمه 4.5 لاکه خيمې ترلاسه شوي دي، د 1.5 لاکه اړتيا ده، تر دې مهاله يواځې 10 زره خيمې بهرنۍ مرستې ترلاسه شوي دي.
د سېلاب ځپلو سره د مرستې په اړه د سندهـ وزيراعلي وويل چې هغه له چا نه زارۍ نه کوي، د چا له امله چې دا هر څه شوي، دا د دوی دنده ده چې مرسته وکړي.
د خبرو په مهال د سندهـ وزيراعلي وويل چې په سندهـ کې غيرمعمولي بارانونه شوي چې توقع يې نه وه شوې، په ځينو سيمو کې د ۱۱۰۰ او ۱۸۰۰ ملي متري باران اوريدلی چې له وجې يې اوبه خارج شوي دي.
مراد علي شاه زياته کړه چې د سندهـ هرې ضلعې ته يې دوره کړې ده، د خلکو له ستونزو خبر يو، په دوو مياشتو کې به ٧٥ فيصده اوبه ايستل کېږي.
نور خبرونه
عمران خان به نن د عدالت له لوري ښځینه قاضڼې ته د ګواښ کوولو په تو رکښې تورن شي





