د ملګري ملتونو عمومي مرستیال د سندهه سیلاب ځپلو دوره ، وزیرخارجه بلاول بوټو په پولیسو غصه څرګنده کړې ده

0
59

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ملګرو ملتونو د سکرترجنرال انتونیو ګوټریس د سفر پر مهال د پروتوکول په سرغړونې د سندهـ پولیسو په ځانګړې قطعې خپله غصه څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت لوی سکرتر ته یو لیک لیکلی چې پکې راغلي چې د ځانګړي امنیت واحد (SSU) افسران په زوره د سکرتر جنرال خونې ته ننوتل ترڅو د ډالۍ د وړاندې کولو عکسونه واخلي.
په خط کې دا هم ویل شوي چې د سپیشل برانچ چارواکو ته د مېلمستون شاوخوا ته هم ډيوټي نه وه ورکړل شوې.
د خارجه چارو وزارت لخوا د خط ترلاسه کولو وروستو چيف سيکرټري سنده آئي جي سندھ او سيکرټري کورنو ته خط ليکلي دي۔

سرچينې وايي چيف سيکرټري په خط کې ليکلي دي چې د ايس ايس يو او سپيشل برانچ په اړه دې د بهرنيو چارو وزارت د تحفظاتو په اړه رپورټ جوړ کړی شي او د حالاتو د ابتدايي پلټنو وروستو دې معلومات ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريس تېره ورځ پاکستان له سېلاب ځپلو سيمو دوره وکړه. وزيراعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هم ورسره وو
نور خبرونه

بلاول بوټو: هند تر اوسه د پاکستان سېلاب ځپلیو سره مرسته نده اعلان کړې

د ښځينه قاضي سپکاوې، عمران خان په شخصي توګه ښځینه ججې څخه بخښنه غوښتې ده

Leave a reply