بلاول بوټو: هند تر اوسه د پاکستان سېلاب ځپلیو سره مرسته نده اعلان کړې

0
97

بلاول بوټو: هند تر اوسه د پاکستان سېلاب ځپلیو سره مرسته نده اعلان کړې

د پاکستان یو‌شمېر رسنیو نن پنج‌شنبه د وږي ۳۱مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلال بوټو زرداري ویلي، تراوسه یې د هند له لوري پاکستان کې سېلاب ځپلیو سره د مرستې وړاندیز نه دی ترلاسه کړی او نه هم د دغه هېواد له لوري له دوی سره د مرستې کوم اعلان شوی دی.

 

(2022 / 9 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان یو‌شمېر رسنیو نن پنج‌شنبه د وږي ۳۱مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلال بوټو زرداري ویلي، تراوسه یې د هند له لوري پاکستان کې سېلاب ځپلیو سره د مرستې وړاندیز نه دی ترلاسه کړی او نه هم د دغه هېواد له لوري له دوی سره د مرستې کوم اعلان شوی دی.

زرداري په نیویارک کې د فرانسې ۲۴ خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، هند تراوسه دغه هېواد کې سېلاب ځپلیو سره د مرستې لېوالیتا نه ده ښودلې.

نوموړي همداراز دې مرکه کې د هند او پاکستان پر اړیکو هم خبرې کړي او زیاته کړې یې ده چې دواړه هېوادونه له یوه بل سره پېچلې اړیکې لري او په وینا یې، هند د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی دی.

اړوند موضوعات: 

امریکا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لارې دوه میلونه ډالره مرسته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز دغه هېواد کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېواد لا هم یوه ناورین کې دی او اړینو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply