امریکا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لارې دوه میلونه ډالره مرسته کوي.
امریکا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لارې دوه میلونه ډالره مرسته کوي.
20 سپتمبر 2022
اسلام اباد کې د امريکا سفارت ويلي چې د پاکستان له سيلاب ځپلو سره د دوو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت نوره مرسته هم کوي. سفارت ويلي چې ياده اندازه پيسې به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په واک کې ورکړي څو سيلاب ځپلو ته پرې اړينې مرستې ورسوي.
د امریکا له له لورې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره تر دې وړاندې درې میلونه ډالره مرسته شوې وه، چې دې سره د امريکا ټوله مرسته نږدې پنځو ميليونو ډالرو ته ورسېده.
وروستيو سيلابونو په پښتونخوا، بلوچستان او سند ايالتونو کې درانه مالي او ځاني زيانونه واړول.
اړوند موضوعات
WFP افغانانو سره د مرستې لپاره د ۹۶۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده
پاکستاني چارواکو تر دې سيلابونو وروسته زيانمنو شويو ته د مرستو لپاره د ۱۶۰ ميليونو ډالرو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د سيلاب ځپلو سيمو تر ليدنې وروسته ويلي وو چې ميليونونه پاکستان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.