WFP افغانانو سره د مرستې لپاره د ۹۶۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده 

0
131

WFP افغانانو سره د مرستې لپاره د ۹۶۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده 

وحیدالله اماني وايي، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر رارسېدو مخکې د ۱۵۰ زره ټنه خوراکي توکو د بیړنۍ زېرمه کولو، د هغې د لېږد او رالېږد لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 9 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام: له خلکو سره د مرستې لپاره ۹۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام د رسنیو د څانګې مشر وايي، که اورښتونه او سیلابونه دوام وکړي، د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر به له خنډ سره مخ شي.

په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام د رسنیو د څانګې مسوول وحیدالله اماني رسنیو ته وویل، چې که په راتلونکو ورځو کې سېلابونه زیات شي، د دې موسسې د فعالیتونو په لاره کې به ستونزې رامنځته شي.

په دې وروستیو ورځو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته هغه مرستې بندې کړي چې ټاکل شوې وه د پاکستان له لارې راورسېږي.

ښاغلی اماني له یوې رسنۍ سره پۀ مرکه کې ویلي چې د دې ادارې د مرستو د لېږد په بهیر کې هېڅ ډول خنډ نه‌دی راغلی. خو هغه په ​​راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د هوا حالات د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې له خلکو سره د مرستې لپاره ۹۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام د رسنیو د څانګې مشر ټینګار کوي چې د زیاتو سیلابونو په صورت کې به په افغانستان کې د دې موسسې فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ شي.

“موږ د وضعیت په اړه اندیښمن یو، د هوا د وضعیت وړاندوینه چې څه پیښیږي، اوس چې موږ په راتلونکو ورځو کې باران وینو او که دا د زیاتو سیلابونو لامل شي، موږ به له ستونزو سره مخ شو.”

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د رسنیو د څانګې مسوول هم ټینګار کوي چې دغه اداره د پاکستان له لارې د مرستو د لېږد لپاره د افغانستان د شمالي ولایتونو بندرونه د بدیل په توګه ګڼي.

له دې ټولو سره سره د اسلامي امارت سرپرست حکومت په افغانستان کې له خلکو سره د مرستو اړتیا ته په اشارې سره د لا زیاتو او پر وخت مرستو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته وویل: «اسلامي امارت چمتو دی چې مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو زمینه برابره کړي. “هیڅ شی باید د مرستې د ناوخته رسیدو یا ضایع کیدو مخه ونه نیسي.” له یوه کال راهیسې د افغانستان ډېری وګړي له بې ساري اقتصادي بحران سره مخ دي او د خپل ژوند د دوام لپاره پر بشري مرستو متکي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره خپله ټوله مالي اړتیا ۹۶۰ میلیونه ډالره اعلان کړه.

وحیدالله اماني وايي، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر رارسېدو مخکې د ۱۵۰ زره ټنه خوراکي توکو د بیړنۍ زېرمه کولو، د هغې د لېږد او رالېږد لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

Leave a reply