این آر او ۲ باندې کار روان دې، د اسحاق ډار د آزادولو تیارې هم پیل شوې دې: فواد چوهدري
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي اين آر او 2 باندي عمل روان دے ولي د عمران خان نه علاوه ټول خاموش دي۔
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې فواد چوهدري وئيلي دي چې د اسحاق ډار بري كولو ته تياري روانې دي٬ زه حيران يم چې عدالتونه دا تماشا ګوري چې ملزم او نيب څنګه د پاكستان د پيسو د غبن كولو سازش كوي۔
فواد چوهدري په خپل بیان کې زیاته کړې چې دا تماشا د حکومت د بدلون اصلي مقصد و، له بده مرغه این آر او 2 پلي کیږي او له عمران خان پرته ټول غلي دي.
د پاکستان تحريک انصاف مشر هم په سوشل ميډيا د خزانې د پخواني وزير د مقدمې په اړه د يو شخصي ټي وي خبرونه هم شريک کړي دي.ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي د خزاني پخواني وزير اسحاق ډار د اشتهاري اعلان په ضد سپريم کورټ کښي دائر درخواست واپس کړے وو ولي تيره ورځ ئي د ګرفتاري وارنټ خلاف درخواست جمع کړے وو۔
اب اسحق ڈار کو بری کئے جانے کی تیاری ہے، حیران ہوں عدالتیں یہ تماشہ دیکھ رہی ہیں کہ کس طرح ملزم اور نیب مل کر پاکستان کا پیسہ ٹھکانے لگا رہے ہیں یہ تماشہ Regime Change کا سب سے بڑا مقصد تھا بدقسمتی ہے NRO2 پر عملدرآمد ہو رہا ہے اورسوائے عمران خان کے سب خاموش ہیں pic.twitter.com/VoI4XbWmpF
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) September 23, 2022
نور خبرونه