د فرزانه راجه په ضد ریفرنس احتساب عدالت واپس لیږلې دې
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد احتساب عدالت د پيپلز پارټۍ د مشرې او د بېنظير انکم سپورټ پروګرام پخوانې چيئرمېن فرزانه راجا خلاف ريفرنس واپس لېږلی دی.
احتساب عدالت د فرزانه راجا خلاف ريفرنس واپس نيب ته استولې د احتساب عدالت جج سيد اصغر علي حکم جاري کړے دے۔
د نيب ريفرنس ترمخه فرزانه راجا او نورو ملزمانو باندي د 540 ملينه کرپشن تورونه لګولې شوي دي۔
د احتساب عدالت په فيصله کښې وئيلي شوي دي چې نيب د ترميم ايکټ 2022 لاندې د ريفرنس دائره اختيار کښې نه راځي نو نيب دې متعلقه فورم ته رجوع وکړي۔
قامي احتساب بیورو (نیب) د قامي احتساب ترمیمي قانون 2022 نافذولو فیصله کړې ده.
د دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د نيب چيئرمېن آفتاب سلطان په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې وه چې پکښې دا فيصله اوشوه چې د نېب په اړه به نوي قانون باندې عمل درآمد کولے شي۔
د نیب اعلامیې له مخې یوازې د 50 کروړه روپو نه زیات د کرپشن کیسونه به اخستل کیږي او که چرې د درغلۍ کیسونو کښې د متاثرینو شمیره 100 وي نو ددوی په ضد به مقدمه درج کولې شي.
نور خبرونه
پولیسو پیښور کښې هغه تورن تن نیولې دې چې په نرښځیانو ی ډزې کړې وې
اسلام آباد هایی کورټ کښې د شهباز شریف د ۷۲ غړیو کابینه په ضد درخواست جمع شوې دې
عمران خان په سیاسی مخالفینیو او موجوده حکومتي مشرانو باندې سختې نیوکې او ګوزارونه کړي دي