عمران خان په سیاسی مخالفینیو او موجوده حکومتي مشرانو باندې سختې نیوکې او ګوزارونه کړي دي

0
140

باغی ټي وي رپورټ
په لاهور کې د وکيلانو کنونشن ته په خپله وينا کې پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په سياسي مخالفانو ګوزارونه کړي دي .
په لاهور کې د خپلې وینا په مهال عمران خان د خالي په ورځ د تحریک پیلولو اعلان وکړو او په خلکو یې غږ وکړو چې زما سره راووځي.

په کنونشن کې د خپلې وینا په ترڅ کې هغه وویل: “تاسو کله اوریدلي چې ما ته یو داسې لویدیځ هیواد ووایي چې جمهوري نظام پکې روان وي، یو داسې لویدیځ هیواد ووایاست چې د وزیر اعظم د ملیاردونو روپیو شتمنۍ له هیواده بهر دي؟” او دا گاونډي هېواد پرېږده، دا نریندرا مودي، له دې بهر څومره جایدادونه دي؟
هغه وويل هيڅوک دا تصور هم نۀ شي کولى چې ددغه هيواد وزيراعظم په بهر کې د اربونو روپو په ارزښت ماڼۍ او کاروبارونه ساتي.

نورخبرونه

عمران خان د حکومت په ضد د ځانګړي تحریک پیلولو پریکړه او اعلان کړې دې ، خلکو څخه ی غوښتي چې دوی د کورونو څخه بهر را اووځي

Leave a reply