وزیراعظم شهباز شریف او حمزه شهباز په ضد د مني لانډرنګ مقدمه، په احتساب عدالت کښې ی د حاضریدو څخه د معافۍ اپیل کړې دې

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د آمدن او مني لانډرنګ مقدمو کښې د زياتو اثاثو د تور په مقدمه کښې د وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز د حاضرۍ د معافۍ درخواست احتساب عدالت کښې جمع کړے شوے دے۔

د لاهور په احتساب عدالت کښې جمع کړې شوې درخواست کښې استدلال شوي چې وزيراعظم شهباز شريف په بهر ملک کښې په سرکاري دوره دے نو عدالت کښې حاضر نه شې۔
په درخواست کښې وئيلي شوي دي چې حمزه شهباز بيماره دے چې له وجې به نن حاضر نه شي۔

درخواست کښې اپیل شوې دې چې عدالت دې د شهباز شريف او حمزه شهباز د نن نه حاضرې نه معاف کولو درخواست منظور کړې شي۔
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب پخواني وزيراعلي حمزه شهباز ايف آئي اے مني لانډرنګ کيس کښې د بري درخواست جمع کړے دے۔

د شهباز شريف او حمزه شهباز لخوا د لاهور په عدالت کښې درخواست جمع کړے شوے وو، عدالت ايف آئي اے نه د ستمبر په 17مه نيټه ځواب غوښتې وو.

عدالت د اثاثو منجمد کولو په ضد د درخواست اوریدنې لپاره د سپټمبر 10 نیټه ټاکلې وه. شهباز شريف د مصروفياتو له وجې د حاضري نه د استثنٰي درخواست هم جمع کړے دې او نن ی بیا هم د حاضرې څخه د معافي اپیل کړې دې.

نور خبرونه

عمران خان د پي ټي آیی ملاتړ کوونکو ته لارښوونه کړې چې په ټیلیفون ګواښ ورکوونکو ته هم سخت ځواب ورکړي

د پاکستان وزیرخارجه بلاول بهټو زرداري په امریکا د ملاله سره لیدنه کړي

Leave a reply