عمران خان د پي ټي آیی ملاتړ کوونکو ته لارښوونه کړې چې په ټیلیفون ګواښ ورکوونکو ته هم سخت ځواب ورکړي

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان کارکونکو ته لارښوونه کړی چې د نامعلومو شمیرو لخوا ترلاسه شوي ګواښونو ته ځواب ووایی.

چکوال کې يوې جلسې ته په وينا کې عمران خان وويل چې په نامعلومو نمبرونو د ګواښونو کالونه راځي، ښاغلي ایکس او ښاغلي يو خلکو ته ګواښونه ورکوي.
عمران خان د وینا پر مهال کارکونکو ته لارښوونه وکړه او ویې ویل چې په ځواب کې دې هغو کسانو ته ګواښونه ورکړي څوک چې دوی ته هم ګواښونه ورکوي، عمران خان داسې لارښوونه هم وکړه چې هغه کسان چې په ټیلیفون د پي ټي آیی کارکوونکي ډاروي باید دا خلک هم د پي ټي آیی کارکوونکو له لوري وډارول شي.
چيئرمېن زياته کړه چې په پټو نمبرونو ګواښونکي وايي چې زه به دا وکړم، زه به هغه وکړم، زه ورته وايم چې مونږ به يې هم وکړو.
…………………..
نورخبرونه

د پاکستان وزیرخارجه بلاول بهټو زرداري په امریکا د ملاله سره لیدنه کړي

د سرکاري وړو ۲۰ کلو بوجۍ هم ۳۳۰ روپۍ ګرانه شوې ده

Leave a reply