د سرکاري وړو ۲۰ کلو بوجۍ هم ۳۳۰ روپۍ ګرانه شوې ده

0
178

باغی ټي وي رپورټ
په ملک کښې یو اړخ ته ګرانۍ زور کړي ، خوراکي توکي په ګران نرخ خرڅوونکو د غریب عوام د مجبورۍ څخه ناوړه ګټه اخستل پیل کړې نو بل اړخ ته د وړو کارخانو مالکانو سرکاري د ارزانه وړو ۲۰ کیلو کڅوړه ۳۳۰ روپۍ ګرانه کړې ده.

د ووړو ملونو مالکانو د حکومت لخوا د وړو شل کيلو بورۍ سبسډي له 980 روپو څخه 1310 روپو ته لوړه کړې ده.دوي وايي چې د دولتي غنمو بيعه 1765 روپۍ وه کومه چې يوولس روپۍ ته لوړه شوې ده.

د اوړو د کارخانو خاوندان وايي، د دولتي غنمو د بیې د لوړوالي له امله یې د اوړو نوې بیې ټاکلې، چې د سپټمبر له ۲۱مې به پلي شي.
بل لوري ته د د بیکرۍ،نانبایی اتحاديه وايي که د وړو بیعه کمه نه شوه نو د ډوډۍ بيعه به هم شل روپۍ او د نان بیعه به ٣٠ روپۍ مقرر شي.

د بیکر ایسوسی ایشن صدر افتاب ګل وايي د وړو د یوې کڅوړې بیه له ۷۴۰۰ نه نهه زره روپو ته لوړه شوې ده، حکومت دې یوه هفته کې دې امداد ورکړي او که داسې و نه کړي نو ډوډۍ نرخ به زیات کړي
نور خبرونه

عمران خان پاکستان ته ډیر لوی زیان رسولې، دې هیواد لپاره یو لوی عذاب او ناسور دې: رانا ثناالله

د عمران خان په ضد د سپکاوي خبرې کول، د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې ډایریکټر جنرل صوبایی حکومت خپلې دندې څخه لرې کړې دې

Leave a reply