عمران خان پاکستان ته ډیر لوی زیان رسولې، دې هیواد لپاره یو لوی عذاب او ناسور دې: رانا ثناالله
باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دپوځ سرلښکر تقررۍ ته مسله نۀ ده جوړيدلى اؤ نۀ جوړيدلى شي، که چرې دعمران خان په خوښه شوې وي نو ټوله اداره به تباه کوي.
د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې رانا ثناء الله وويل که عمران خان له کومې وسله والې ډلې سره په اسلام اباد کې د قبضې هڅه وکړي نو يا به بېرته لاړ شي او يا به ونيول شي.
ده ووئيل عمران خان چې په توشه خانه كښې د دوه ساعتونو او يو ټي سيټ په خرڅولو سره خپل مخ تور كړے دے نو ايا هغه به د دې مقدمې نه بچ شي؟
وفاقی د داخله چارو وزیر اوویل چې عمران خان د پاکستان لپاره یوه فتنی او ناسور دې.
هغه زیاته کړه چې عمران خان ددې هیواد لپاره د سیاست لپاره یو عذاب دی، وفاقی وزیر اوویل چې عمران خان به دې هیواد ته ډیر لوی بد زیان ورسوي.
نور خبرونه