د پاکستان وزیرخارجه بلاول بهټو زرداري په امریکا د ملاله سره لیدنه کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په نيويارک کې د نوبل انعام ګټونکې ملالې يوسفزۍ سره ليدلي چې پکې د ښځو د حقونو او د نجونو د تعليم په اړه خبرې شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې ده او ملالې یوسفزۍ یوه غونډه درلوده چې په کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر تعلیم خبرې وشوې.
بلاول وويل چې په دې ليدنه کې په پاکستان کې د سيلابونو وضعيت او د موسمي بدلون په ننګونو هم خبرې وشوې.
بلاول وويل د سېلاب له امله په زرگونو سکولونه تباه شوي چې د لکونو ماشومانو زده کړو باندې بده اغیزه شوې ده.
https://twitter.com/BBhuttoZardari/status/1572066392580718592/photo/1?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1572066392580718592%7Ctwgr%5Ebbf46fc0b3380b6b1707e06e8bcdec366ef657a6%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Furdu.geo.tv%2Flatest%2F300136-





