د بیان د ازادۍ دفاع کوو خو د اشتعال او ګډوډۍ پیدا کولو اجازه نه ورکوو. جسټس اطهر من الله

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس اطهر من الله د عمران خان لخوا يوې زنانه جج ته د تهديدونو په اړه د عدالت د توهين په کيس کې ريمارکس ورکړی چې هغه د بيان د ازادۍ ساتونکی دی خو د اشتعال اجازه نه ورکوي.
د اسلام اباد هائي کورټ عمران خان ته د توهين عدالت په مقدمه کې د بښنې موقع ورکړې وه خو عمران خان يو ځل بيا په خپلو ګواښونو د افسوس څرګندونه کړې او بې شرطه بښنه يې غوښتې ده.
د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې د اسلام آباد هائيکورټ پينځه کسيزه بينچ د عمران خان خلاف د توهين عدالت کيس اوريدنه کوي، د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان، د هغه وکيل حامد خان او نور وکيلان عدالت کښې موجود دي.
د عمران خان وکيل حامد خان په عدالت کې دريځ خپل کړو چې د تېرې اورېدنې د عدالتي مشاهدې سره پوره اتفاق لرم، عدالت ته لنډ راپورونه وړاندې کول غواړم، مونږ دا معامله ختمول غواړو، عدالت يو بل موقع ورکړو. په کوم تفصيلي جواب جمع کړے شو، تفصيلي جواب د اګست په ٢١مه عدالتي رپورټ جمع کړو۔
حامد خان وويل، چې محکمې د سترې محکمې دوو پرېکړو ته مراجعه کړې، دا د دانيال عزيز او طلال چودري د محکمې پرېکړې وې، خو د عمران خان دوسيه د محکمې په دغو دوو پرېکړو کې نه راځي، د طلال چوهدري او دانيال عزيز قضيې د عمران خان له قضيې څخه ډیر توپیر لري.
نور خبرونه
عمران خان د عدالت سپکاوي په مقدمه کښې عدالت ته وړاندې کیدو لپاره اسلام آباد هایی کورټ ته رارسیدلې دې






