له ډیرې مودې راهسې زما د نیولو هڅې روانې دي: عمران خان

0
201

باغي ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان وايي حکومت له ډیرې مودې راهیسې زما د نیولو هڅې کوي.

په عدالت کې خبريالانو سره دخبرو په مهال عمران خان وويل دومره پوليس يې په خپل ژوند کې نۀ دي ليدلي، داسې ښکاري لکه کلبوشن عدالت ته راروان وي.

د خبريال له خوا له عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې آيا په محکمه کې د قاضيانو په وړاندې به بښنه وغواړي، چې په ځواب کې عمران خان وويل چې له تاسو څخه به اين او سي واخلم، تاسو پوره تجربه لرئ.
د نيولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې عمران خان وويل حکومت له ډېرې مودې راهيسې زما د نيولو هڅې کوي، که جېل ته لاړم نو نور به خطرناک شي.

د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې عمران خان وويل چې پاتې کار به وروسته کوي، څو قاضيان اندېښمن نه شي، ما ته ١٥ دقيقې وخت ورکړ چې عدالت ته لاړ شم.

ياده دي وي چي د اسلام آباد هائي کورټ پنځه کسيزه لارجر بينچ د تحريک انصاف چيرمين عمران خان په ضد د زنانه جج ته د ګواښونو ورکولو پهر کيس کښي اوریدنه کوي.
نور خبرونه

عمران خان د عدالت سپکاوي په مقدمه کښې عدالت ته وړاندې کیدو لپاره اسلام آباد هایی کورټ ته رارسیدلې دې

د پاکستان کرکټ لوبډلې څخه تاریخي ماتې، هند لوبډله وس بهانې لټوي او د ماتې پړه په پاکستان ټیم ور اچوي

عمران خان وایی چې په فوځ او عدالتونو داسې نیوکې کوي لکه یو پلار ی چې په خپل ځوی کوي چې هغه اصلاح کړي

Leave a reply