د پاکستان کرکټ لوبډلې څخه تاریخي ماتې، هند لوبډله وس بهانې لټوي او د ماتې پړه په پاکستان ټیم ور اچوي

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د ۲۰۲۲ کال د اسیا جام سوپر فور پړاو کې هندۍ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې ماتې هضم نه کړای شوه او ماتې خوړلې هندي لوبډلهې بهانې لټول پیل کړي دي او د خپل ماتې په اړه ی شکایتونه کړي دي.
دسرچينو له مخې دزيارت په ورځ ترسره شوې ميچ کې دپاکستان لخوا دتاريخي ماتې وروستو هندۍ لوبډلې ميچ ريفري ته دشکايت لپاره مراجعه وکړه، هند هڅه وکړه چې ددغه ماتې پړه په ګټونکي ټيم ور واچوي او ويې ويل چې دپاکستان کرکټ ټيم ميچ ګډوډ کړى او په میچ کښې ی څه خنډونه او ګډوډي رامنځ ته کړي وه، داسې یو شکایت د هند لوبډلې د پاکستان ټیم په ضد کړې دې.

هندۍ لوبډله وايي، د محمد رضوان په ګډون پاکستاني لوبغاړو په قصدي ډول لوبه بنده کړه، هڅه وشوه چې د لوبې په درولو سره زمونږ تمرکز او حرکت بدل کړي.
ياده دي وي چي د ايشيا کپ سوپر فور ميچ کښي پاکستان هندوستان ته ماتي ورکړي وه، محمد رضوان په ميچ کښي د کيپنګ کولو په وخت د زنګون درد سره مخ شو ولي محمد رضوان د درد باوجود بيټنګ کړے وو چي پکښي فزيو او بهر لوبغاړي محمد رضوان راتلل۔

چې پر هندۍ لوبډلې د پاکستان ماتې هضم نه کړای شو، همدا لامل دی چې هندي لوبډله یې په لوبه کې ګډوډي بولي.

Leave a reply