عمران خان د عدالت سپکاوي په مقدمه کښې عدالت ته وړاندې کیدو لپاره اسلام آباد هایی کورټ ته رارسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان د یوې زنانه جج ته د ګواښلو په اړه د عدالت د سپکاوي د مقدمې اورېدنې لپاره اسلام اباد هائي کورټ ته رسېدلی دی.
د اسلام اباد هائي کورټ عمران خان ته د توهين عدالت په مقدمه کې د بښنې موقع ورکړې وه خو عمران خان يو ځل بيا په خپلو ګواښونو د افسوس څرګندونه کړې او بې شرطه بښنه يې غوښتې ده.
د عمران خان خلاف د توهين عدالت د مقدمې اورېدنه نن د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې اسلام آباد هائي کورټ کښې کيږي او د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان، د هغه وکيل حامد خان او نور وکيلان عدالت ته رسېدلي دي۔
ه خپل نوي ځواب کې عمران خان ویلي و چې په جلسه کې په خپلو خبرو ولاړ نه دی، د زنانه جج ته په ګواښلو بخښنه ده، پښیمانه دی، عدالت د هغه وضاحت کافي وګڼه او د ده خلاف درج شوې مقدمه یې بنده کړه. . وکړه.
د عمران خان خلاف د توهين عدالت د مقدمې اورېدنې په موقع د عدالت په شاوخوا کې سخت امنيتي انتظامات کړی شوي او د اسلام اباد هائي کورټ بهر د دوه ايس پيز په شمول 778 افسران او پرسونل مقرر کړې شوي دي.





