جاپان د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستو په لړ کښې ۷۰ لکه ډالر بیړني مالي امداد اعلان کړې دې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
جاپان د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو اعلان کړی دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هایشي یوشیماسا وايي، د جاپان حکومت به له سېلاب ځپلو سره اوه میلیونه ډالره مرسته وکړي.

په پاکستان کې دجاپان سفير وويل جاپان په سختو وختونو کې دپاکستاني اولس سره ولاړ دى اؤ په اجتماعي امدادي کارروائيو کې به خپلې مرستې زياتې کړي، دصحت، خوراک، اوبو، صفائي اؤ سرپناه په برخه کې به مرسته کوي.
هغه زياته کړه، چې جاپان له سېلاب ځپلو سره د خېمو او پلاستيکي شيټونو بېړنۍ مرستې هم کړې دي.
دا خبره مهمه ده چې دې څخه وړاندې هم امریکا، برتانیه او متحده امارات د پاکستان سیلاب ځپلو سره په دې سخت کښې مالي مرستې اعلان کړي دي.

نور خبرونه

آیی آیس پی آر ډیر تیز ردعمل څرګند کړې، عمران خان د جرنیلانو نومونه نه دي اخستي: فواد چوهدري

د عمران خان یو بل یو ټرن، د فوځ په ضد د بیان ورکولو څخه ی انکار کړې، عمران خان وایی د هغه بیان بدل کړې شوې دې

Leave a reply