د عمران خان یو بل یو ټرن، د فوځ په ضد د بیان ورکولو څخه ی انکار کړې، عمران خان وایی د هغه بیان بدل کړې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د پوځ د لوړ پوړي مشرتابه په اړه د اختلافي بیان په اړه له سخت غبرګون وروسته ټوله ملبه د پاکستان پر ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) ور اچولې ده.
په دې وروستیو ورځو کې پخواني وزیراعظم عمران خان په فیصل اباد کې یوې جلسې ته په خپله وینا کې د پاکستان د پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په اړه توهینونکې وینا کړې وه، چې د دغه هېواد مشرتابه او د پاکستان پوځ سخت غبرګون ښودلی وو.
وس یې له سخت غبرګون وروسته ټول ملامتي د پاکستان پر ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) واچوله او ادعا یې وکړه چې د ده وینا تحریف شوې ده.
ده ووئيل د پي ټي اېم شرپسندانو د ده په ضد سخت پروپېګنډه شروع كړې ده٬ زه به ورته ځواب وركوم٬ كوم كسان چې د ده د بدنامولو لپاره تحريفې خبرې كوي اوس بس.
ده زياته کړه چې زه به دپيښور جلسه کې ټولو ته ځواب ورکړم، هغوي دپي ټي ائي له مقبوليت څخه ډاريږي.
میں اس کڑےپراپیگنڈےپر نگاہ رکھےہوئےہوں جومجرموں کاPDMنامی گروہ میرےخلاف کررہاہے۔اسکی وجہ وہ خوف ہےجس میں یہPTIکی بڑھتی ہوئی مقبولیت کے باعث مبتلاہیں۔پشاورکےآج کےجلسےمیں میں ان سب کو باضابطہ جواب دوں گاجو مجھےبدنام کرنےکیلئےمیرےالفاظ کوجان بوجھ کر توڑمروڑ رہےہیں۔بس بہت ہوگیا!
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) September 6, 2022
نور خبرونه
د پاکستان فوځ په ضد د بغاوت بیان، د لاهور په ځایی عدالت کښې د عمران خان په ضد مقدمه درج شوې
اسلام آباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف غړیو مرحله وار استعفی ګانو درخواست رد کړې دې