آیی آیس پی آر ډیر تیز ردعمل څرګند کړې، عمران خان د جرنیلانو نومونه نه دي اخستي: فواد چوهدري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې آئي ايس پي آر زيات ردعمل څرګند کړې دې، هغه اوویل چې عمران خان د جنرلانو نومونه نه دي اخستې.
په دې وروستیو ورځو کې پخواني وزیراعظم عمران خان په فیصل اباد کې یوې جلسې ته په خپله وینا کې د پاکستان د پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په اړه توهینونکې وینا کړې وه، چې د دغه هېواد مشرتابه او د پاکستان پوځ سخت غبرګون ښودلی وو.
په دې اړه فواد چوهدري وايي چې آئي ايس پي آر زيات رد عمل کړى، عمران خان د جنرالانو نومونه نه دي اخستي، آيا موجوده حکومت کښې په مهمه څوکیو د ګمارلو توان او اهلیت شته دې ؟
نوموړي تور ولګاوه چې شهباز شریف به له نواز شریف څخه د فوځ د راتلونکي لوی درستیز منظوري اخلي.
د سندهه پخواني ګورنر عمران اسماعیل ویلي چې د عمران خان د څه خبرې تعبیر مه کوئ، هغه څه چې ویلي یې دي، هغه باید واخلی، هغه د فوځ مشر ټاکل غواړي چې د دې مقام لپاره تر ټولو زیات حق ولري.
دا خبره مهمه ده چې د عمران خان د فوځ په ضد بیان ته آیی ایس پي آر تود غبرګون ښودلې وو. آیی ایس پی آر په خپل بیان کښې ویلي وو چې په یوه حساس وخت کې د پاکستان د فوځ د جګپوړي مشرتابه د متنازع کولو هڅه خورا خواشینونکې ده.
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښي وئيلي شوي دي چي د آرمي چيف د انتخاب عمل متنازعه کول نه د پاکستان د رياست او نه هم د اداري په ګټه کښي دي، د پاکستان فوځ د پاکستان د آئين د ساتلو عزم تکرار کړے دے۔
نور خبرونه
د پاکستان فوځ په ضد د بغاوت بیان، د لاهور په ځایی عدالت کښې د عمران خان په ضد مقدمه درج شوې






