افغان کرکټ ستورې راشد خان هوډ لري چې د آسیا کرکټ جام په نورو سیالیو کښې هم ښه لوبه وکړي او ښې لوبې ته دوام ورکړي

باغی ټي وي رپورټ
افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لیګ سپېنر راشد خان هوډ لري چې د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې هم د خپل کارکردګۍ دوام وساتي.

له جيو نيوز سره په خبرو کې راشد خان وويل چې تر اوسه په اسيا کپ کې ښې لوبې شوې دي، اوس تمرکز پر سوپر فور دی او هڅه کوي چې د کارکردګۍ دوام وساتي.

هغه وويل چې په لومړي پړاو کې ټولو لوبغاړو مسووليت ښودلى، په سوپر فور پړاو کې به هڅه وکړي چې په لومړي پړاو کې شوې تېروتنې تکرار نه کړي.
د ورلډ کلاس اسپنر په خبره په دې شرایطو کې ټولو اسيايي لوبډلو ډېره لوبه کړې، نو دلته د افغانستان په ګډون هېڅ لوبډله معلومه نه ده، ځکه له اروپا څخه هېڅ لوبډله نه ده راغلې، هر څوک دلته هوا او پېچونه پېژني، نو دلته هېڅوک هم ستونزمن نه دي. .

دغه لیګ سپېنر وویل چې مونږ ټول هڅه کوو چې ښه چمتووالی ونیسو او په میدان کې ښه لوبه وکړو، هڅه کوو چې په اسیا جام کې سل په سلو کې بریا ترلاسه کړو.
راشد خان وايي چې زمونږ بالینګ تل ښه دی، مونږ د شرایطو سره سم لوبه کوو، تېز بالر فضل حق فاروقي د هند په لیګ کې ښه لوبه وکړه، هغه توپوهنه وکړه او هغه معیار یې وټاکه چې هر څوک یې غواړي.

افغان سپېنر وايي هڅه کوو چې په تېز توپ اچونه کې برید وکړو ځکه چې بیا په منځ کې د سپېنرانو لپاره یو څه اسانې مخې ته راځي.
نور خبرونه

ملګروملتونو د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره افغانستان کې خپله نوې استازې ټاکلې

افغان حکومت نژدې وخت کې د ټاپي پروژې د رغېدنې چارو د بشپړېدو خبر ور کړی

افغان حکومت یو ځل بیا د افغانانو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون او اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载