افغان حکومت یو ځل بیا د افغانانو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون او اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
۱سپتمبر ۲۰۲۲
نن د خارجه وزارت ودانۍ کې د وروستیو طبیعي پیښو سره د کومک او نړیوالو مرستو راغونډولو لپاره لوی کنفرانس جوړ شوی و، چې پکې نړیوالې ټولنې زیاتو استازو، بهرنیو سفیرانو او د خیریه مؤسسو غړو سربیره د افغان دولت مهمو چارواکو ګډون کړی و.
د افغان دولت د خارجه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي په خپله وینا کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو د راجلبولو په اړه مفصله وینا وکړه او بیا یې زیاته کړه.
چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان کنګل شوي شتمني خلاصه کړي، تر څو افغانان د وروستیو طبیعي پیښو لپاره رسیدګي وکړي، نوموړي همدا راز ووېل چې موږ د نوي حکومت سره بیا هم ټولو پیښو ته بشپړه رسیدګي کړې.
اړوند موضوعات
د افغانستان بانک د امريکا لخوا د کنګل شويو پيسو په اړه د روانو خبرو اترو هرکلی وکړ
نوموړي ووېل چې نړیوال باید د افغانستان څخه اقتصادي بندیزونه ختم کړي، دوی ته لارې اسانې کړي، چې خپل تجارت وکړي او افغانستان پر پښو ودروي.