د افغانستان بانک د امريکا لخوا د کنګل شويو پيسو په اړه د روانو خبرو اترو هرکلی وکړ

0
80

د افغانستان بانک نن د امريکا متحده ايالتونو لخوا د افغانستان د کنګل شويو پيسو په اړه په قطر کې د افغانستان او امريکا اړخونو ترمنځ د خبرو اترو د پيل هرکلی کړی دی.

افغانستان بانک په خپله رسمي ټوېټر پاڼه د يو ويډيويي پيغام له لارې د يادو خبرو د پيل هرکلی کړی او د امريکا متحده ايالتونو له حکومته يې غوښتنه کړې چې د افغانانو پيسې آزادې کړي، ځکه دا دوی حق دی.

په ورته وخت کې د افغانستان ا.ا او امريکايي چارواکو په دوحه کې روانو خبرو اترو ته هيله مندي ښودلې ده. د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ کوم پلاوی چې د قطر هېواد پلازمېنې دوحې ته تللی، موخه يې د افغانستان کنګل شويو پيسو د ازادېدو پر څرنګوالي د بحث ترڅنګ د يو شمېرو نورو هېوادونو له استازو سره ناسته بلل شوې ده.

د افغانستان ا.ا پلاوي او د امريکا ځانګړي استازي په دې اړه خپله لومړۍ ناسته ترسره کړه، خو د ناستې پوره جزئيات لا نه دي رسنيز شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي توماس ويسټ په خپل ټوېټر ليکلي چې نوموړي به دې هکله د ا.ا.آ له استازو سره پراخې خبرې اترې کړې دي.

وېسټ ويلي چې امريکا غواړي له افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ په نورو برخو او په ځانګړي ډول اقتصادي برخو کې هم مرستې وکړي.

تازه په تازه امريکا په افغانستان کې له وروستيو زلزله ځپلو سره ۵۵ ميلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

Leave a reply