ملګروملتونو د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره افغانستان کې خپله نوې استازې ټاکلې

مېرمن لاینز د روان ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په نیمایي کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه خپله دنده پرېښوده.
د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره په داسې حال کې افغانستان کې خپله نوې دنده پیلوي چې د مخکيني حکومت د پرځېدو راهيسې هېواد کې اقتصادي او بشري وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی.
(2022 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازه ټاکلې ده.
ملګرو ملتونو پرون په يوې خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن رزا اوتونبایوا چې د قرغيزستان د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې هم کار کړی، په افغانستان کې به د ډيبورا لاينز ځای ناستې وي.
مېرمن لاینز د روان ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په نیمایي کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه خپله دنده پرېښوده.
اړوند موضوعات:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي چې هڅه کوو د پیسو جریان بېرته عادي کړو