خیبر پښتونخوا کښې د سوات سیند په غاړه ۱۴ کورونه په سیند لاهو شوی، وس په دې سیمه کښې د سیند اوبه روانې دي

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په چارسده ښار کې د سوات سیند په غاړه کې د یوې کورنۍ ۱۴ کورونه بې رحمه سیلابونو لاندې کړي دي.
په ټول پاکستان کې سېلابونه دوام لري او د سوات سیند یوه کورنۍ هم سخته ځپلې ده.
په چارسده کښي د سوات سيند په غاړه د يوي کورنئ 14 کورونه سيلاب کښي لاهو شوي شوي او ویجاړ شوي دي ، وس په دې ځای کښې کورنه نشته او د سیند اوبه روانې دي.
د دې نه علاوه د مومندو هيډ ورکس پل سېلاب له وجهې شلیدلې دې او د مهمند ضلعې خلق د سوات سيند کښې په کشتۍ کښې په خطرناکه سفر کولو مجبوره دي۔
بل خوا د نوښار په ملک اباد سيمه کې سېلاب او باران تېر شوى، خو په سيمه کې د سيلابي اوبو د جمع کېدو له امله د سيمې اوسېدونکي په ځانګړې توګه ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي.
…
نور خبرونه






