د پاکستان فوځ په هر مشکل وخت کښې د پاکستان اولس ترڅنګ ولاړ وي، پاکستان فوځ دا خپله یو مهمه ذمه واري ګنړي چې د اولس خدمت وکړي: د پاکستان فوځ ویاند

باغی ټي وي رپورټ
د آئي ايس پي آر ډائريکټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار وئيلي دي چي د پاکستان فوځ تل د اولس سره په غير معمولي حالاتو کښي ولاړ وي او اولس سره مرستې کوي.
نېشنل فلډ رسپانس سنټر کې د سېلاب حالاتو او امدادي کارونو په اړه بريفنګ ورکولو په مهال ډي جي ائي اېس پي ار ميجر جنرل بابر افتخار وويل د پاکستان د پوځ هر سرتېری د سېلاب ځپلو خلکو خدمت کوي او د پاکستان فوځ د سېلاب ځپلو سره د مرستې دپاره کار کوي. ورځ او شپه.
ده ووئيل د خراب موسم او نورو چيلنجونو باوجود د پاك فوځ سرتيرو خلكو ته نجات وركړې، په ټول هېواد كښې د فوځ، بحري او هوايي ځواكونو امدادي كمپونه جوړ كړې شوي دي چرته چې د 50 زره نه زياتو كسانو ته مرستې رسولې شي۔
ميجر جنرل بابر افتخار وويل دپاکستان پوځ په غير معمولي صورتحال کې همېشه د خلکو ترڅنګ ولاړ دى، مونږ به ددغه ناڅاپه ناورين څخه راووځو.
هغه وويل چې ځوانانو خپل ژوند په خطر کې اچولو سره په امدادي کارونو کې برخه اخستې، د سيلاب ځپلو سره د مرستې په مهال هيلي کاپټر حادثه راغله، 6 افسران پکې شهيدان شول، د پاکستان شهيدان زمونږ لویه اثاثه ده، د شهيدانو د قربانيو په وجه مونږ وړیا کوو او په آزاده فضا کښې ساه اخو او ژوند کوو.
ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي آرمي چيف د سيلاب ځپلو سره د مرستې کولو هدايات کړي دي آرمي چيف د سيلاب ځپلو سيمو دوره کړې او د امدادي کاروائيو جاج ئې اخستې دې۔
ميجر جنرل بابر افتخار وويل په سيلاب ځپلو سيمو کې د وسله وال فوځ سرتيري د مقدس فرض په توګه خپله دنده ترسره کوي.
نور خبرونه





