د نړۍ په مخ تللي هیوادونه هم قدرتي آفتونو به وړاندې بې وسه وي، سږ کال پاکستان ۵۰۰ سلنه زیات بارانونه اووریدل چې ډیر زیان ی اړولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې زمونږ ملت په زړورتيا سره د هر آفت مقابله کړې ده، د معمول نه 500 فيصده زيات باران د سيلاب سبب شو چې له وجې لس لکه نه زيات کورونه تباه شوي دي۔
د سېلاب په اړه رابطه کمېټۍ غونډې ته د وینا په مهال احسن اقبال وویل پاکستان په دې وروستیو کې د موسمي بدلون تر ټولو ستر زیان سره مخ دی، پرمختللی هېوادونه هم د قدرتي افتونو په وړاندې بې وسه ښکاري، د سېلابونو نه متاثره شوي سړکونو د بحالۍ کار روان دی.
ه ووئيل چې د وروستيو بارانونو له وجې په ټول هېواد كښې د برېښنا 881 فيډرونه متاثره شوي، 9 ټرانسمشن لائنونه خراب شوي، 758 فيډرونه بحال شوي، په بلوچستان كښې د برېښنا ټرانسميشن زيات متاثره شوې۔
بل لوري ته د اين ډي ايم اے چيئرمېن وايي چې په اوړي کې د ګرمۍ څلور څپې محسوسې شوې، د سېلابونو او بارانونو له امله 1265 کسان مړه شوي او 14 لاکه کورونه زيانمن شوي، د سېلابونو له امله د 7 لکه او ۳۵ زرو څخه زیات څاروي مړه شوي دي.
نوموړي وويل، ملي بېړنی حالت اعلان شوی او د پاکستان پوځ خدمات هم حاصل کړې شوي دي، هغه زیاته کړه چې سیلاب ځپلو کورنیو ته ۲۵ زره کورنۍ امداد ورکو کیږي.
نور خبرونه
په تیر ۲۴ ساعته کښې په هیواد کښې د سیلابونو له وجهې ۵۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې






