د امریکا مرکزي کمانډ مشر د پاکستان فوځ سرلښکر ته ټیلیفون کړې ، د سیلابونو له امله ی په مالي او ځاني زیانونه د افسوس څرګندونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال مایکل ایرک وايي، پاکستان ته د سېلابونو د اوښتو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی دې هیواد ته استوي چې اوګوري چې په دې هیواد کښې د سیلابونو او اورښتونو له وجهې څومره زیات اووښتنې دې.
دفوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په ټیلي فوني خبرو کې جنرال مایکل ایرک د سېلاب له امله په شوې ځاني زیان د افسوس څرګندونه وکړه.
د مرکزي قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي ټیم به د سیلابونو د زیانونو او نورو مسایلو ارزونه کوي او د USAID د مرستو په اړه به پرېکړه کوي.
د دې نه علاوه د برطانيې هائي كمشنر د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې د برطانيې هائي كمشنر د سېلاب له امله په رامنځته شوې آفت د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔
د برتانيې هائي کمشنر پاکستان ته په مشکل وخت کښې د مرستې وړانديز هم کړے دے۔
آرمي چيف دبرطانيې لخوا سيلاب ځپلو سره دمرستو مننه وکړه او ويې ويل چې دسيلاب ځپلو خلکو په بحالۍ کې به دنړيوالو شريکانو مرسته ډیره زیاته مهمه وي.
نور خبرونه
په تیر ۲۴ ساعته کښې په هیواد کښې د سیلابونو له وجهې ۵۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې