د طب کارپوهانو د پاکستان په سیلاب ځپلو سیمو کښې د ۵ ملیونه خلکو د ناروغیدو اندیښنه څرګندنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
روغتیايي کارپوهانو او فلاحي سازمانونو په سېلاب ځپلو سیمو کې د ۵ میلیونو خلکو د ناروغېدو وېره څرګنده کړې ده.
د هيلته سروسز اکيډمۍ وائس چانسلر ډاکټر شهزاد علي خان وينا ده چې په پاکستان کې تر دې دمه د سيلابونو له وجې 33.3 ملينه خلک متاثره شوي دي او په راتلونکو څو اوونيو کې به په لکونو خلک د ککړو اوبو او د مچيو له وجې پيدا کيدونکي مرضونه متاثره شي.
ډاکټر شهزاد علي خان وايي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې باید د ټایفایډ او کولرا ګډ واکسین ټولو ته ورکړل شي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز په وینا، په سیلاب ځپلو سیمو کې د ډینګي، ملاریا، شري او پولیو د خپریدو امکانات څو چنده زیات شوي دي.
ډاکټر رانا محمد صفدر وايي د سېلاب ځپلو ماشومانو د واکسين کولو لپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړل شي.
د الخدمت روغتيايي بنسټ چې يوه خيريه موسسه ده وايي، په لومړي سر کې د سېلاب ځپلو د درملنې لپاره د يو ميليارد روپیو په ارزښت درملو ته اړتيا ده.
د الخدمت روغتیايي بنسټ وايي، د درملو لیست یې د پاکستان د روغتیايي سیستم د فارمسیسټانو په مشوره چمتو کړی دی.
نور خبرونه






