عمران خان د اسلام آباد هایی کورټ بنچ چې د عدالت د سپکاوي مقدمې اوریدنه کوي، په دې بنچ ی هم ګوتې را اوچتې کړي دي

0
54

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان د اسلام آباد هائی کورټ په بنچ چې د توهین عدالت اوریدنه کوي ، په دې ی هم اعتراض پورته کړی دی.
په ځواب کې عمران خان د اسلام اباد هائي کورټ په بنچ د توهين عدالت اورېدنې په اړه هم اعتراض پورته کړو او ويې ويل چې قائم مقام چيف جسټس يو آبزرويشن ورکړو چې دا خبره په “ټي روم کوټه” کې تر بحث لاندې راغله او په آبزرويشن کې ورته ويل شوي وو چې ټولو ملګرو قاضیانو د محکمې د توهین په اړه موافقه وکړه.

هغه وويل چې دا له قانون څخه په جدي توګه سرغړونه ده، هغه معزز قاضيان چې پخوا يې دوسيې اورولې دي بايد له دې قضيې څخه په جلا کېدو غور وکړي.
عمران خان د شوکاز نوټس په ځواب کې ليکلي چې دا دې يو عارضي ځواب وګڼل شي ځکه چې د ماتحت عدالت ريکارډ نه شو موندلی او ځواب د محدودو معلوماتو او عدالتي ريکارډ په اساس تيار کړی شو.
نور خبرونه

نړیوال د کرکټ جام مې ګټلې ، خیر ښیګړې کارونه مې هم کړي، د ترهګرۍ مقدمه دې خارج کړې شي: د عمران خان غوښتنه

عمران خان زیبا چوهدري څخه د معافۍ غوښتلو څخه ډډه کړې، عمران خان وایی چې که ټکي مناسب نه وو نو هغه ی واپس اخستو ته تیار دې

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پنجاب هاوس کښې سیمینار ته د وینا وړاندې ۱۵۰ څوکۍ هم پوره ډکې نه شوې، هم دې له امل د سیمینار وخت بدل کړې شو

Leave a reply