نړیوال د کرکټ جام مې ګټلې ، خیر ښیګړې کارونه مې هم کړي، د ترهګرۍ مقدمه دې خارج کړې شي: د عمران خان غوښتنه

0
119

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان د ايډيشنل سيشن جج زيبا چوهدري په ضد د ترهه ګرۍ مقدمه ختمولو لپاره اسلام آباد هائي کورټ ته رجوع کړې ده۔

عمران خان د شعیب شاهين وکيل، بيرسټر سلمان صفدر او فيصل چوهدري وکيل په ذريعه اسلام اباد هائي کورټ کې درخواست جمع کړی دی چې پکې وئيل شوي دي چې د وينا په اړه د ترهګرۍ د قانون د لاندې په ۲۰م اګست په مارګله پوليس سټيشن کې مقدمه درج شوې ده او د ترهګرۍ مقدمه دې خارج کړې شي.
په عریضه کې زیاته شوې چې نړیوال جام مې ګټلې، خیریه کارونو مې کړي ، روغتون او پوهنتون مې جوړ کړي، د پاکستان د یو اصلي ‘سیاستوالانو’ کښې زه هم یم، له کورونا سره په اغېزمنه توګه مې مبارزه وکړه، د امریکا او ط.ا.ل.ب.ا.ن و دوه اړخیزې خبرو کښې فعال کردار ولوبول.
عمران خان اوویل چې زما په ضد په بدنیتۍ سره د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده.
د درخواست په متن کې ويل شوي چې هغه داسې څه نه دي کړي چې د ترهګرۍ دفعې زما په ضد ثبت شي، عمران خان اوویل چې د ترهګرۍ ضد محکمې ته يې ځان تسليم کړى او عبوري ضمانت يې ورکړى دى.

درخواست کې غوښتنه شوې چې د برطرفۍ درخواست په اړه تر پرېکړې پورې دې د اېف آئي آر کارروائي وځنډول شي او پلټنې دې ودرول شي.
نور خبرونه

سندهه صوبه کښې پیپلز ګوند یو مشر ویډیو خپره شوې، د سیلاب ځپلو مخې ته خپل خپې په معدني اوبو وینځي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی په صوبه کښې د سیلاب ځپلو سیمو فضایی کتنه وکړه

شپږ ورځې تیرې شوې خو په کویټه کښې تراوسه بریښنا او ګاز بحال نه کړې شوه

Leave a reply