پاکستان کښې د سیلابونو له وجهې معیشت ته تر ۱۰ ملیارده ډالرو زیان اوښتې

باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې د سېلاب له امله تر ۱۰۰۰ زیات کسان مړه، اقتصاد ته د ۱۰ میلیارده ډالرو زیان اوښتی
په ټول هېواد کې د سېلابونو لړۍ روانه ده چې پکې د بلوچستان، سندهـ او خېبرپښتونخوا سيمې سخت زيانمنې شوې دي.
له بلوچستان څخه د سېلاب اوبو د فشار له زياتېدو وروسته سندهه يو ځل بيا د سيلابونو سره مخ ده، بلخوا د دادو ضلعې د مهر تحصيل په اخري دفاعي لاين سپریو بند کې تر ۳۰ فټه لوی سورې شوې دې او دې ځای څخه په نورو سیمو کښې د سېلابونو د خورېدو وېره ده.
د اوبو د فشار کمولو لپاره د سندهه حکومت د جوهي نهر کې سورې ویستلې دې او دا سیلاب به د جوهي ښار په ګډون ۶۰ نور کلي اغیزمن کړي.
دا خبره مهمه ده چې وزیراعظم شهباز شریف نن په خیبر پښتونخوا کښې د سیلاب ځپلو سیمو دوره وکړه ، وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو چارسده، نوښار او مهمند سايټ دوره هم وکړه او سیلاب ځپلو حال په خپلو سترګو ولیدو.
وزيراعظم شهباز شريف په چارسده کښي د سيلاب متاثرينو سره وليدل او د هغوي ستونز په اړه ی هغوی نه پوښتنې وکړې. متاثرينو ته په وینا کښي وزيراعظم اوويل چي د متاثرينو لپاره وفاقي او صوبائي حکومتونه په ګډه کار کوي او د متاثرينو لپاره ی د لکونو روپو امداد ورکړي دي۔
نور خبرونه
په سیلاب ځپلو سیمو کښې د پاکستان فوځ مرستې دوام لری، فوځ مرستې نورې هم چټکې کړي دي
پاکستان کښې د سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمیره زیاته شوې ده






