د سیلاب ځپلو د آخري کور جوړولو څخه وړاندې به زه آرام و نه کړم ترڅو ددوی ټول کورونه جوړ کړم: وزیراعظم شهباز شریف

0
158

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د باران او سيلاب له وجې 33 ميليونه خلک متاثره شوي دي، دا د سياست موقع نه ده، د مصيبت ځپلو انسانيت لاس نيولو وخت دے، تر څو د سيلاب متاثرينو اخري کور جوړ نه کړې ،زه به په آرام ناسته و نه کړو.

وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو چارسده، نوښار او مهمند سايټ دوره هم وکړه او سیلاب ځپلو حال په خپلو سترګو ولیدو.
وزيراعظم شهباز شريف په چارسده کښي د سيلاب متاثرينو سره وليدل او د هغوي ستونز په اړه ی هغوی نه پوښتنې وکړې.

متاثرينو ته په وینا کښي وزيراعظم اوويل چي د متاثرينو لپاره وفاقي او صوبائي حکومتونه په ګډه کار کوي او د متاثرينو لپاره ی د لکونو روپو امداد ورکړي دي۔
وزيراعظم شهباز شريف په چارسده کښي د سيلاب متاثرينو سره وليدل او د هغوي مشکلات او مشکلات ئي واوريد۔

متاثرينو ته په وینا کښي وزيراعظم اوويل چي د متاثرينو لپاره وفاقي او صوبائي حکومتونه په ګډه کار کوي او د متاثرينو لپاره د لاکونو روپو امداد ورکړي دي۔

وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې پریکړه مو کړې چې د ۲۸ اربه روپو څخه به ۲۵ زره روپۍ هر یو متاثره خاندان ته ورکړل شي.
وزيراعظم وويل په لکونو کورونه تباه شوي دي او غلو پټي هم د سیلابو له وجهې تباه شوي دي.
شهباز شریف اوویل او غوښتنه ی وکړه چې مالدار او پیسه داه خلق دې دې د سيلاب ځپلو سره مرسته وکړي، زه به تر هغه وخته پورې آرام و نه کړم ترڅو د سيلاب ځپلو آخری کور جوړ نۀ شي.

د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف ته د كابل سيند كښې د سېلاب صورتحال او مردان پُل كښې روانو امدادي كاروائيو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔

Leave a reply