د پیسو نړيوال صندوق(آیی ایم ایف )پاکستان ته د پور ورکولو منظورې ورکړې

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) اجرایوي بورډ له پاکستان سره د کارکونکو په کچه تړون تصویب کړ.

د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ له پاکستان سره د کارکوونکو د کچې د تړون د تصویب لپاره غونډه وکړه.
د IMF بورډ پاکستان ته د شاوخوا 1.17 ملیارد ډالرو د ورکولو منظوري ورکړه او دا پور به روانه اونۍ د IMF لخوا پاکستان ته انتقال شي.

بل خوا د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د آئي اېم اېف بورډ لخوا د قرضې منظوري وركړې او وئيلي ئې دي چې الحمد لله د آئي اېم اېف بورډ د توسيع فنډ سهولت منظور كړے۔
وفاقي حکومت آیی ایم ایف ته د څه وضاحت ورکړې دې؟
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې مالیې وزیر مفتاح اسماعیل او د مالیې وزارت لوړ پوړو چارواکو د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره تماس نیولی وو

د اعلامیې له مخې د خزانې وزیر او د خزانې وزارت د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تیمور جهګړا لخوا د لیکل شوي خط په اړه IMF ته وضاحت ورکړل.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې څلورو ولایتونو او فدراسیون د ټولو ټکو د عملي کېدو ډاډ ورکړی او ولایتونه او فدراسیون په خپلو ژمنو ولاړ دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د خيبر پښتونخوا حکومت له وروستۍ هوکړې مخکې هم د پيسو نړيوال صندوق (اى اېم اېف) د شرطونو له پوره کولو څخه انکار کړې وو.

Leave a reply