د افغانستان او ازبکستان تر مینځ په ګډه پوله لوی سوداګریز بازار جوړیږي.
۲۹اګست ۲۰۲۲
حمادافغان شیرزاد
د افغان دولت او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د دې دواړو هیوادونو چارواکو د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله د یو لوی سوداګریز بازار د جوړولو هوکړه کړې.
یاد بازار به د افغانستان او ازبکستان هیوادونو په ګډه پوله د ترمذ ښار د سرخان دریا سیمه کې د ۷۵ میلیونه ډالرو په لګښت په ۱۲۰ جریبه ځمکه جوړ شي.
یاد بازار به د داوړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو په رغولو کې ښه رول ولوبوي او افغاني صادرات او تولیدات به د همدې بازار له لارې نورو هیوادونو ته ورسیږي او معرفي به شي او افغانستان ته به هم زیات واردات راشي.
د هوکړې له مخې افغاني سوداګر کولای شي، د ازبکستان د ترمذ ښار د سرخان دریا سیمه کې د ۱۵ ورځې د ویزې پرته خپلې سوداګریزې چارې پر مخ یوسي.
د پولې دواړو خواوو ته سوداګرو په دغه هوکړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دا به د افغانستان په اقتصاد کې ښه وده راولي او د دواړو هیوادونو په ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو هم ښه اغیره وکړي.
اړوند موضوعات
د سوداګرۍ وزارت ویاند: افغانستان د سیمې او نړۍ لۀ هېوادونه سره پراخه سوداګري غواي
د یادونې وړ ده چې د یاد بازار زیاتې برخې جوړې شوي او په راتلونکو دوه میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.